د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د زمري/ اسد ۲۴مې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې امریکا په ټوله نړۍ کې د « فساد مور»، د روانو جګړو او ناامنيو اصلي لامل بللې.
ښاغلي عمري ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ماتې د دې هېواد غرور مات کړی او دغه هېواد هېڅکله نه غواړي افغان ملت په اوسني حالت کې پاتې شي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت، له شاوخوا شل کلنې مبارزې وروسته، څلور کاله وړاندې یعنې د ۱۴۰۰م کال د زمري پر ۲۴مه او د یکشنبې په ورځ – بیاځلې واک ته ورسېد.