د هرات ولایت د «پاشدان» بند نن (پنجشنبه، زمري ۲۳مه) د وزیرانو شورا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت د ګڼو لوړپوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اميد راډيو خبريال د یاد بند په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په حواله ويلي، چې دغه بند د هېواد له ملي بودیجې څخه د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د ښاغلي منصور په وینا، «پاشدان» بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ۱۳ زره هکتاره ځمکو خړوبولو او د دوه مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري. سرپرست وزير د دې بند جوړېدو موخه د اوبو مدیریت، د اوبو د سرچینو پیاوړتیا، د کرنې وده او د اقتصاد پیاوړتیا ښودلې ده.
د هرات ولايت والي شيخ مولانا اسلامجار هم په دې مراسمو کې د «پاشدان» بند پرانېسته د ویاړ او خوښۍ ځای بللی او زياته کړې يې ده، چې دا پروژه د زراعت، اقتصاد او د برېښنا د تولید په برخه کې د هرات د خلکو لپاره ځانګړې ارزښت لري.
د ياد ولايت والي زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له امله دا مهال په هرات کې لسګونه سترې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې د ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
د هرات ولايت د «پاشدان» بند د پرانېستي په مراسمو کې چارواکو ويلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په ټول هېواد کې د پراخو پرمختیایي پروګرامونو د پلي کېدو ترڅنګ، د اوبو او انرژۍ د مدیریت په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.