د کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د هوایي ډګر د سړک په اوږدو کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائید کړې، چې یادې ودانۍ څلور د ځمکې تر تل لاندې پوړونه هم لري.
د ښاروالۍ د ودانیز جواز د ورکولو او تحلیل رئیس انجنیر محمد بشیر اماني ویلي، چې دغه نقشه د ښاري نورمونو او معیارونو سره برابره ډیزاین شوې او د ښار د اقتصادي ودې او کاري بوختیاوو د رامنځته کېدو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.
ښاغلي اماني زیاته کړې، چې د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزې ځانګړې کمېټې له لوري د ۴۵ استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو نقشې هم تر ارزونې وروسته تائید شوې دي. هغه په خپلو خبرو کې د ماسټر پلان د پلي کېدو ژمنتیا تکرار کړې او له ښاریانو یې غوښتني چې د ښاري اصولو په پام کې نیولو سره د ودانیز جواز اخیستلو ساده پروسه بشپړه کړي او د اړتیا پر مهال له مشورتي خدمتونو ګټه واخلي.