د افغانستان برېښنا شرکت په هرات ولایت کې د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د څو مهمو پروژو تړونونو له لاسلیک کولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي رئیس ډاکتر عبدالباري عمر دغه تړونونه له دوو خصوصي شرکتونو سره امضا کړی دی.
د ياد شرکت په وینا، دغه پروژې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د نورالجهاد له سب سټېشن څخه تر پل هاشمي او له پل هاشمي تر شهدای ۲۴ حوت سب سټېشن پورې، د پل هاشمي او شهدای ۲۴ حوت سب سټېشنونو د لېږد مزي غځول او دغه راز د نورالجهاد سب سټېشن په «لاین بي» کې پراختیا شامله ده.
دا په داسې مهال ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تر دې وړاندې هم له يوه خصوصي شرکت سره د ۱۰ میليارده افغانيو په ارزښت د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د توليد تړون لاسليک کړی دی.