ډېر لوستل شوي

نتانیاهو: د غزې جګړه یوازې د اسرائیلو په شرطونو پای ته رسېدای شي

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ويلي، چې د غزې جګړه به یوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کېدو سره ودریږي.

د نتانیاهو په وینا، د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشې کول، د حماس بشپړ خلع سلاح کول، د غزې امنیتي کنټرول د اسرائیلو په لاس کې ساتل او د یوې نوې ملکي ادارې جوړول چې نه له حماس او نه له فلسطیني خپلواکې ادارې سره تړاو ولري.

دا هغه شرطونه دي چې صهيونيست رژيم په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره ټاکلي دي. بنيامين نتنياهو ټینګار کړی چې جګړه یوازې د اسرائیلو په شرایطو پای ته رسېدای شي.

اړوند خبرونه