ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د اسد له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۸۷ زره او ۷۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، له حیرتان بندره ۵۵۳۹۵ ټنه، د آقینې له بندره ۸۱۲۰ ټنه، د تورغونډۍ له بندره ۱۳۰۹۰ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۱۱۱۷۸ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه انتقالاتو کې د نفتي، غیر نفتي او نورو توکو ترڅنګ ۱۹۷ ټنه صادرات هم شامل دي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انار جوس دی.

د ټولګټو وزارت زياته کړې، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه د کار زمینه برابریږي، ملي عواید زیاتېږي او د اقتصادي ثبات، ودې او ځان‌بساینې ته نوره لاره هم هوارېږي. وزارت ټینګار کړی چې د لا ډېرو انتقالاتو او د سوداګرو د اسانتیا لپاره به مناسب شرایط برابر کړي.

اړوند خبرونه