د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس «نمیک حیدروف» سره په کتنه کې په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د اکبر موسسې فعالیتونه ستایلي او د دوی له مسوولینو یې غوښتي چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیایي پروژو زیاتوالي او ښه تطبیق ته پاملرنه وکړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال همداراز ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.
بلخوا د اکبر موسسې رییس هم په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت ستایلی او په وینا یې چې اوس د پراختیايي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
په اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې له همدې فرصت څخه په استفادې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره نړیوالې مرستې راجلب او له امارتي ادارو او اړوندو موسسو سره په همغږۍ یې په ښه ډول تطبیق کړي.