ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د امپراتوریو پرلپسې ماتې د څه ښکارندویه ده؟

د افغانانو په مټ ماتې شوې برېتانیې یو ځل بیا د افغان خاورې ګڼې برخې تر خپلې خېټې لاندې کړې وې. د وخت برېتانوي هند غوښتل چې قبایلي سیمې د تل لپاره په خپل ګورت کې وساتي او د کابل واکمنان د دوی تر اغېز لاندې واوسي. د امیر محمد یعقوب خان له لوري د ګندمک تړون لاسلیک برېتانوي هند ته دا زړورتیا بخښلې وه چې د افغان خاورې ګڼې برخې لاندې کړي.
د افغان او انګلیس د ټولو جګړو اصلي غایه او موخه د اشغال او ښکېلاک پای ته رسول و. اشغالګره برېتانیا له سلګونو زره کیلومټره لرې واټن څخه د هند او افغانستان د سرشاره ځمکو اشغال ته د سوداګرۍ په پلمه راننوته او ډېر ژر یې ټول هند، پښتونخوا او د افغانستان یو شمېر سیمې لاندې کړې. یوه خبره جوته ده چې برېتانوي ځواکونه د اشغال په ټوله موده کې د افغان مېړنیو له پرلپسې مقاومت سره مخ و.
افغان مېړنیو زلمو د افغان خاورې له غاصبینو سره درې سختې او درنې جګړې وکړې چې په ټولو جګړو کې برېتانیې داسې ماتې وخوړله چې په ټوله نړۍ کې یې غرور اوبه شو. د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه د امیر دوست محمد خان په وخت(۱۸۳۹-۱۸۴۲) کې ونښته چې انګلیسانو پکې ماتې ومنله. په دې جګړه کې افغان شازلمیو خپله مېړانه وښوده او د دوښمن مورچلې یې یو په بل پسې فتح کولې. یوه یادونه اړینه ده چې د خپلواکۍ په ټولو جګړو کې ولسونو خپله سرښندنه ښودلې او د خپلې خاورې او سپېڅلي دین نفاذ ته یې د وینو په بدل کې لاره هواره کړې ده. د افغان ـ انګلېس په لومړۍ جګړه کې هم افغان ملت پرته له کوم توپیر او په یوه غږ د دوښمن پر وړاندې راپورته شو او د دوښمن په لښکرو کې یې ماتې ګډه کړه. د افغان ـ انګلېس دویمه جګړه له لومړۍ جګړې شاوخوا څلور لسیزې وروسته ونښته. دا ځل هم برېتانوي ښکېلاک پر افغان خاوره راوختل او غوښتل یې چې دا مېړنی ولس خپل مریی وګرځوي. افغان ولس بیا ځلې خپله مېړانه نندارې ته وړاندې کړه. اشغالګر له پراخ ولسي قیام سره مخ شول او بیا ځلې دوښمن په سترې ماتې افغان خاوره پرېښوده. یاده دې شي چې د برېتانیې له دویم یرغل سره سم امیر شیرعلي خان پلازمېنه پرېښوده او د وخت روسي تزار د مرستې په تمه مزار شریف ته ولاړ او بالاخره هملته ومړ. د افغان ـ انګلیس درېیمه جګړه برخلیک ټاکونکې جګړه وه چې نه یوازې پکې برېتانوي ځواکونه مات شول، پر شا وتمبول شول؛ بلکې د افغانستان خپلواکي یې هم ومنله او له همغې نېټې پر نړۍ د افغانستان د خپلواکۍ توغ ورپېد.
د وخت برېتانوي ځواک ته افغان مېړنیو زلمیو او مجاهدینو په درې محاذونو کې سخته ماتې ورکړه او برېتانوي ځواک اړ شو چې د افغانستان خپلواکي ومني. د ۱٢۹۸ زمري ۲۸مه او یا د ۱۹۱۹ د اګست ۱۹مه هغه ورځ ده چې هر کال یې افغانان د خپلواکۍ په پار نمانځي.
ددې ورځې اهمیت په دې کې دی چې افغانانو د تاریخ په یوه پړاو کې هېڅکله هم ښکېلاک ته په خپله خاوره کې اجازه نه ده ورکړې او که ښکېلاکګرو د زور له لارې بریالي شوي؛ نو د افغان ولس له بېساري مقاومت سره مخ شوي دي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې برېتانیا لومړی نړیوال ځواک و چې په افغان خاوره کې په ګونډو شو. د همدې پېړۍ په اوږدو کې شوروي اتحاد هغه یرغلګر هېواد و چې افغان خاوره یې اشغال کړه او افغانانو د سر په بیه مات کړ. د درېیم ځل لپاره د امریکا په مشرۍ ناټو او د هغوی اشرباڼې لښکرې پر هېواد راوختې چې له شرموونکې ماتې سره مخ شوې.
باید یادونه وشي چې په اشغالماتونه او د زبرځواکونو په شړنه کې د افغان ولس هر پوړ خپل رول لوبولی دی. مجاهدینو په توره، مذهبي اقشارو د ژبې او وعظ له لارې، شاعرانو او لیکوالو د ښکېلاک پر وړاندې قلم راپورته کړی و.
د امپراتوریو پرلپسې ماتې دا جوتوي چې افغان ولس د چا مریی نه شي پاتې کېدی او د خپلو ارزښتونو او باورونو په دفاع کې له هېڅ شي مخ نه اړوي. د افغان ـ انګلیس، افغان ـ شوروي، افغان ـ ناټو په جګړو کې د افغانانو ونډه بنسټیزه او پرېکنده وه. دا ډول سرښندنې یوازې د واکمنانو نه، بلکې د ټول ملت او ولسي قشرونو د خپلواکۍ اراده ښيي.

اړوند خبرونه