د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د افغانستان بانک ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شوی دی.
د معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سند د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دویمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس جوړ شوی، څو په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونو برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي چې د دغه میکانیزم له مخې به مالیې وزارت له اړوندو سکټوري ادارو څخه ټولګټې پروژې غواړي او دغه وزارت به یې مالي موډلونه ترتیبوي.