د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت له مسوولینو سره د کابل ښار د اوبو کمښت د ستونزې حل په تړاو کتنه کړې ده.
ياد معاونيت په دې ناسته کې د کټوازي ګروپ د مسوولینو په حواله ویلي، چمتو دي چې د ټولو معیارونو په رعایت سره د پنجشېر له سینده د اوبو د انتقال پروژې کې پانګونه وکړي.
يادو مسوولينو زیاته کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اړوندو اسنادو تر ترلاسه کولو وروسته به تخنیکي ټیمونه سيمې ته ولېږې او د دوو اوونیو په لړ کې به د پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي. ملا عبدالغني برادر اخوند دغه راز په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده سپارلې، چې د پروژې اړوند اسناد له یاد شرکت سره شریک او د تخنیکي، مالي او تطبیقي اړخونو په اړه ورسره ګډ بحثونه وکړي.