د ا.ا عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر «ګزیز اکباسوف» سره په کتنه کې د روغتیا اړوند دوهاړخیزو همکاريو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتلوړونې، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو او همداراز د ساري ناروغیو د کنترول په اړه بحث شوی دی.
په دې کتنه کې مولوي نور جلال جلالي ويلي چې دا مهال روغتیا وزارت ‘د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي په موخه’ په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو هڅې پیل دي.
نوموړي همداراز ویلي چې قزاقستان د پانګونې او یا هم د همکارۍ په ډول د هېواد په شمالي ولایتونو کې معیاري روغتونونه جوړولای شي. بلخوا په خبرپاڼه کې د قزاقستان سفیر «ګزیز اکباسوف» له قوله ویل شوي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو روزنې ته زمینه برابروي او په دې برخه کې خپلو هڅو ادامه ورکوي.