ډېر لوستل شوي

د ننګرهار په «دور بابا» ولسوالۍ کې ۷۰۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړېږي 

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د یاد ولایت په «دور بابا» ولسوالۍ کې د یاد وزارت له لوري د یو استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دور بابا ولسوالۍ په «ګړوکو» سیمه کې دا پروژه د اوبو او انرژۍ رییس، سید فضل احد هاشمي او ځايي مسوولینو له لوري پرانیستل شوې ده.

د سرچینې په وینا چې دا ۷۰۰ متره اوږد استنادي دېوال له سېلابي اوبو څخه د سلګونه کورونو، جوماتونو او ښوونځیو د ساتنې په موخه جوړېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. 

په ورته وخت کې د دې سیمې اوسېدونکو د یاد استنادي دېوال پر جوړېدو خوښي ښودلې، او هلته یې د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کړې ده.  تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د حکومت له لوري او نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ دا ډول پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه