ډېر لوستل شوي

سکاټلنډ برېټانیې ته: پر اسراییلو د وسلو پلور ودروئ

د سکاټلنډ رهبر جان سویني د بریتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر څخه غوښتي، چې پر اسراییلو دې وسلې نه پلوري او همداشان دې اسراییل د فلسطینیانو له وژلو راوګرځوي.

نوموړي په خپل اېکس وړاندې لیکلي چې د نتانیاهو کړنې د فلسطین د ولس د محوه کېدو په مانا دي او نوموړی په غزه کې ځمکني عملیات لا پراخوي.

نوموړي ټینګار کړی چې نړۍ باید په غزه کې پر روان وحشت پټه خوله پاتې نه شي او ددې نسل وژنې په پای ته رسولو کې باید مرسته وکړي.

یاده دې شي چې د سکاټلنډ سربېره ګڼو اروپایي هېوادونو له اسراییلو سره خپله همکاري کمه کړې او یاد هېواد له سیاسي انزوا سره مخ شوی.

اړوند خبرونه