ډېر لوستل شوي

ملي پراختیا شرکت له تولیدي کارخونو د ملي دفاع د وزیر او مله پلاوي کتنه

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او مله پلاوي د ملي پراختیا شرکت له تولیدي کارخونو څخه کتنه ترسره کړې ده.

دې کتنه کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور او د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ملتیا کوله.

ښاغلي مجاهد د هېواد د ابادۍ په پار د ملي پراختیا شرکت هڅې بېسارې بللي او د هر راز مرستې او ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی. یاده دې شي چې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش هم ډاډ ورکړی، چې د هېواد په ابادۍ کې به خپلې هڅې ګړندۍ کوي.

اړوند خبرونه