ډېر لوستل شوي

شمالي کوریا د هوایي دفاع نوي توغندي و ازمایل

شمالي کوریا نن (یکشنبه) د هوایي دفاع دوه نوي توغندي ازمویلي دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا ازموینه داسې مهال شوې چې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ د پولو پر سر نانندرۍ زیاتې شوې دي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي، دوی پرون وروسته له هغه اخطاریه ډزې کړې چې د شمالي کوریا پوله ساتي د لانجمنې پولې له کرښې تېر شوي وو.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس (KCNA) وایي، ننني ازمایل شوي توغندي د جګړې عالي وړتیا لري، خو د دغو توغندیو په اړه یې نور جزئيات نه دي ورکړي. شمالي کوریا په سیمه کې د روسیې، چین او ځینو ختیځو قدرتونو ملاتړي لري، په داسې حال کې چې جنوبي کوریا د امریکا او لویدیځ ملاتړ له ځان سره لري.

اړوند خبرونه