ډېر لوستل شوي

امریکا کې د هوا ککړتیا؛ هر کال د زرګونو مړینو او ناروغیو لامل کېږي

په امریکا کې د نفتو او ګازو له امله رامنځته کېدونکې هوا ککړتیا هر کال له ۹۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د وخت نه مخکې د مړینې لامل ګرځي.

د لندن پوهنتون کالج او د سټاکهولم د چاپېریال انسټیټیوټ نوې څېړنه ښيي، چې د همدې ککړتیا له امله سلګونه زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په زرګونو ماشومان له وخته مخکې نړۍ ته راځي.

د څېړونکو په وینا، تر ټولو زیات زیان لاتین‌تبار، افریقایي، اسیايي الاصله او بومي ټولنو ته رسېږي او ډېرې پېښې په کلیفورنیا، ټکزاس، نیویارک، پنسلوانیا او نیوجرسي ایالتونو کې ثبت شوې دي.

اړوند خبرونه