د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، دا مهال د نړيوال بانک په ملاتړ په پکتیا، غزني، دایکنډي، بدخشان او کندهار کې د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړولو کار روان دی.
د دغې ادارې په وینا، هره سړه خونه د ۲۰ مټریک ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت لري. د سړو خونو د کموالي له امله ډېری محصولات، په ځانګړې توګه پیاز، له حاصلاتو وروسته په بازار کې ډېر عرضه کېږي او د ټیټې بیې له امله کروندګر زیان ویني.