ډېر لوستل شوي

خان یونس کې د اسرائیلي پوځ یو افسر وژل شوی

اسرائیلي رسنيو راپور ورکړی، چې د سویلي غزې په خان یونس سیمه کې د کمین پر مهال د اسرائیلي پوځ یو ۲۰ کلن افسر ستوان «اوري ګرلیتز» وژل شوی دی.

ويل‌کېږي، نوموړی د «شمشون» لېوا د یوې ډلې قوماندان و.

دغه راز په دې پېښه کې څو نور اسرائیلي پوځیان هم ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د وژل شويو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۸۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه