د امریکا استازي توماس بارک تېره ورځ د صهيونيست رژيم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې د اسرئيلو او سوریې ترمنځ د امنيتي تړون په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د «ټایمز اف» اسرائيلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم د خبرو د پرمختګ پخلی کړی او ویلي یې دي، چې هر هغه تړون به ومني چې د سوریې او سیمې په ګټه وي.
ويلکېږي، چې د دې تړون اصلي موضوعات د جولان د لوړو څوکو غیر پوځي کول، د وسلو محدودیت او د جبل الدرېز سیمې لپاره د بشري مرستو د لارې پرانیستل دي.

