په راپورونو کې د صهيونيست رژيم له لوري د يمن پر پلازمېنې صنعا د هوايي بريدونو خبر ورکړل شوی دی.
رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ويلي، چې دغه بريدونه د حوثيانو له لوري د اسرائيلو پر لور د توغول شويو توغنديو په ځواب کې شوي دي.
ياد اژانس د یمن روغتیايي چارواکو په حواله ويلي، چې د دغو بریدونو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.
د صهيونيست رژيم په وينا، د بریدونو موخه يې هغه پوځي کمپلیکس و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تېلو زېرمتون په ګډون دوه برېښنايي کارخونې وې.

