ډېر لوستل شوي

بدخشان کې د ۱۲۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارې د روان کال تر پایه بشپړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د بدخشان په «واخان» ولسوالۍ کې به د ۱۲۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د دغه وزارت ویاند، ملا نور الهادي عادل امید راډیو ته ویلي چې د واخان ولسوالۍ له «بزهای ګنبد» سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۵۰ کیلو متر اوږد سړک خامه چارې بشپړې شوې او د جغل‌اچونې چارې یې پیل شوې دي.
نوموړي همداراز ویلي: “دویم سړک، چې له سرحدي بروګل څخه د کوچني پامیر تر «بزهای ګنبد» پورې غځېدلی، ۷۱ کیلو متر اوږدوالی لري او چارې یې په چټکۍ روانې دي.”
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې د ۱۴۳ میلیون افغانیو په لګښت به د دغو دواړو سړکونو چارې د روان کال ترپایه بشپړې شي، او د چین تر پولې به وغځول شي.
د ویلو ده چې دا مهال د هېواد په ځینو سیمو کې د سړکونو د جوړلو او رغولو چارې روانې دي چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

اړوند خبرونه