د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن(دوشنبه، سنبلې درېیمه) د کابینه په پینځمه غونډه کې پر پراختیایي پروژو، ودانیزو چارو او فرضي ـ سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو پر جوړولو بحثونه شوي دي.
دې غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هېواد په ځینو سرحدي او فرضي سیمو کې د ترمینلونو د جوړولو په تړاو ناسته وکړي، د ځمکې لېږد چارۍ یې ګړندۍ کړي او د منظورۍ لپاره دې د مشرتابه مقام ته وسپاري.
همدارنګه د کابینې په دې غونډه کې ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې پراختیایي پروژو ته پاملرنه زیاته کړي؛ تر څو وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.