ډېر لوستل شوي

استرالیا د ایران سفیر له هېواده وایست

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دې هېواد کې مېشت د ایران سفیر احمد صادقي د یهودي ټولنې پر ضد په بریدونو کې د لاس لرلو له امله له هېواده ويستل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس تېره ورځ د صادقي د اخراج خبر ورکړی او دغه راز «ګارډین» ورځپاڼې د استرالیا د لومړي وزير انټوني البانیز له قوله ویلي، چې دغه اقدام د ایران د لاس لرلو د ثبوت له مخې شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، استخباراتي ادارو منلې، چې ایران د استرالیا د یهودي ټولنې پر وړاندې په لږ تر لږه دوو بریدونو کې لاس لري، چې په هغو کې د ملبورن د «آداس اسراییل» کنیسه او د « کیچن لوییس کانتیننتال» پر مرکزونو بریدونه شامل دي.

لومړي وزير البانیز دغه کړنې «خارق‌العاده او خطرناکې» بللې او ویلي یې دي، چې دا هڅې د ټولنیز یووالي د کمزوري کولو او د استرالیایي ټولنې د وېش لپاره ترسره شوې دي. هغه ټینګار کړی، چې د استرالیا حکومت به په دې تړاو قاطع اقدامات وکړي.

استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی، چې ښايي ایران د استرالیا د یهودي ټولنې پر وړاندې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ایران حکومت تر دې دمه د استرالیا د دغه د څرګندونو او د خپل سفیر د ایستلو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه