د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په مشرۍ د یاد وزارت امنیتي غونډه د مرستیالانو، رییسانو او نورو مسوولینو په شتون کې ترسره شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره په کورنیو چارو کې د خلکو د ستونزو پر حل بحث او خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد غونډه د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او کفیل، مولوي محمد نبي عمري د کاري راپور په وړاندې کولو سره پیل شوې او وروسته نورو مسوولینو د خپلو چارو په اړه معلومات او کاري راپورونه وړاندې کړي دي.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني د مسوولینو هڅې ستایلې او د خلکو فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره یې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. د نوموړي په وینا چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د رښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ د ولس د باور لا زیاتېدو لپاره هڅې وکړي.