د سوريې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام بارک په لبنان کې وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
نوموړی چې په ترکیه کې د امریکا سفیر هم دی، له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي: “متمدن چلند وکړئ او له وحشیانه چلند څخه ډډه وکړئ. “
د دغو خبرو په تړاو د لبنان د خبریالانو ټولنې سخت غبرګون ښودلی او اعلان یې کړی، تر هغې چې رسمي بخښنه ونه غواړي، ټول خبرونه به يې بایکاټ کړي. د لبنان حکومت هم د یادو څرګندونو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د خبریالانو ټولنې دا خبرې د بیان د ازادۍ ښکاره سپکاوی بللی او ټینګار یې کړی، چې له خبریالانو سره د درناوي چلند د ټولو چارواکو مسوولیت دی.

