روسیې او چین جاپان ته خبرداری ورکړی، چې ولې یې د امریکا د منځني واټن «ټایفون» توغندیو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
ویلکېږي دغه توغندي راتلونکې میاشت د پوځي ګډو تمریناتو پر مهال په جاپان کې ځای پر ځای کېږي.
مسکو دغه اقدام د روسیې پر وړاندې مستقیم ستراتیژیک ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی که دا پرېکړه لغوه نه شي؛ نو مسکو به پوځي ځواب ورکړي. بل لور ته چین ټینګار کړی، چې جاپان باید د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي او د خپلو ګاونډیانو باور له لاسه ور نه کړي.

