د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه د چین تیانجین ښار ته ورسېد.
په یاد سازمان کې چین، روسیې، هند، پاکستان او ایران غړیتوب لري او د لوېدیځو نړیوالو سازمانونو پر وړاندې بدیل بلل کېږي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پوتین ویلي، دا غونډه به د څواړخیز نړیوال نظم په جوړېدو کې مهم رول ولوبوي.
ويلکېږي، د شانګهای د همکاریو د سازمان په روانه غونډه کې به د ترکیې، ایران او هند مشران هم ګډون وکړي او د اوکراین جګړې تر څنګ پر بېلابېلو سیمهییزو مسایلو هم بحثونه وشي.

