د سوډان ازادۍ غوښتونکي پوځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لوېدیځ دارفور سیمه کې د ځمکې ښویدنې له امله له زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ياد پوځ ويلي، چې د اګست په ۳۱مه له څو ورځو پرلهپسې سختو بارانونو وروسته د مارا غرونو په سیمه کې د ځمکې ښویدنې له امله یو کلی په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
ازادۍ غوښتونکو په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، له دې پیښې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا مهال د يادې سیمې اوسېدونکي له خوړو، درملو او روغتیايي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي.

