د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د ایران له سفیر «عليرضا بېکدلي» سره کتلي او دواړو لورو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پراختیا، د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د هېواد د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی او د ایراني شرکتونو د پانګونې او کانونو په برخه کې یې د تجربو شرېکولو او ګډ کار غوښتنه کړې ده.
بلخوا ملا هدایت الله بدري د کانونو په برخه کې پانګونې ته د ایراني شرکتونو له لېوالتیا هرکلی کړی او د لازمو همکاریو ژمنه یې څرګنده کړې ده.

