د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت سلاکار، ډاکتر فاروق اعظم د «یو ان ډي پي» موسسې له مشر، سټیفن رودریک سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د کونړ ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو د تطبیق په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې: “په دې کتنه کې ډاکتر فاروق اعظم د نوموړې مؤسسې له رییس سره د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې له لمریزې برېښنا څخه د ځنګلونو د احیاء، د سړو خونو جوړولو، د خوړو امنیت، راستنېدونکو افغانانو ته د کاري زمینې برابرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه نظر شریک کړی دی.”
بلخوا د یو ان ډي پي موسسې رییس ویلي چې دوی به خپله بودیجه د یاد وزارت په همکارۍ په دغو برخو کې مصرفوي.

