ډېر لوستل شوي

د يمن حوثيانو په بيت‌المقدس او حيفا ښارونو کې د اسرائيلي پوځ اهداف په نښه کړي

د يمن حوثي ځواکونو خبر ورکړی، چې په بيت‌المقدس او حيفا ښارونو کې یې د اسرائيلي پوځ پر مهمو اهدافو دوه بريالي بريدونه کړي دي.
د دغو ځواکونو وياند يحيی السريع ويلي، چې د دوی ځواکونو په لومړي بريد کې د «فلسطين ۲» يو هايپرسونيک بالستيک توغندی د بیت‌المقدس په لوېديځ کې په يوه حساس هدف ګوزار کړی دی.
دغه راز دويم بريد کې يوې بې‌پيلوټه الوتکې د حيفا ښار يو مهم هدف په نښه کړی دی.
نوموړي په دې بريد کې اسرائيلو ته د اوښتو زيانونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو ټينګار يې کړی چې دغه بریدونه د فلسطین پر خلکو د اسرائيل د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه