د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې او تړونونه لاسلیک شوي دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دا هوکړې او تړونونه د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ په کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګوالو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۹ زره ۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو تفاهمنامې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید قراردادونه لاسلیک شوي دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې پر دې سربېره د ازبیکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د دښت الوان سب سټېشن پراختیا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې دي.

