د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر وايي، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ په فکر کې دی؛ نو ځکه له نړیوالو او سیمې هېوادونو غواړي چې د افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او ځانبسیا لپاره ګډې هڅې وکړي او په ځانګړې توګه د برېښنا د تولید نیمهتمامې پروژې بشپړې کړي.
ډاکتر عبدالباري عمر د افغانستان د انرژۍ سکتور د ملاتړ او پانګونې په کنفرانس کې زیاته کړې، چې د برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۱۰۷۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.
د ښاغلي عمر په وينا، له دې پروژو د يو شمېر چارې رسمآ پيل شوي او د پاتې نورو پروژو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي. د يادونې وړ ده، چې کابل دوه ورځې (پرون او نن) د برېښنا ثبات، پرمختګ او پانګونې ته د فرصتونو د نړیوال کنفرانس کوربه دی.

