ډېر لوستل شوي

پاکستان د تریاکو د تولید په برخه کې تر ټولو ستر هېواد بلل شوی

«ټلګراف» ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان د تریاکو په تولید کې د نړۍ تر ټولو ستر سرچينه بلل کېږي.
راپور خبرداری ورکړی، چې دغه بدلون ښايي میلیونونه ډالر د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورسېږي، چې دا به د سیمې پر امنیت د پام وړ اغېزې ولري.
ټلګراف په خپل راپور کې د کارپوهانو په حواله ويلي، په پاکستان کې د تریاکو پراخه او ښکاره کرکېله لوړه شوې، چې دا وضعیت د سیمې لپاره جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
افغانستان له ډېرو کلونو راپدې خوا د نړۍ د تریاکو د تولید ستر هېواد بلل کېده؛ خو د اسلامي امارت له پرېکړې وروسته د کوکنارو کرکېله له منځه تللې. ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو هم تائيد کړې، چې په افغانستان کې د تریاکو تولید د پام وړ راټیټ شوی دی.

اړوند خبرونه