د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشرۍ د هېواد د صادراتو د چارو د تنظیم او ښه والي په موخه لومړنۍ مشورتي غونډه په «آنلاین» بڼه ترسره شوې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د صادراتو د مرکزونو مسوولينو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي او د صادراتو د اسنادو د اسانتیا، تصدیقنامو او انوایسونو په ثبت او ځواب ورکولو بحث شوی دی.
ښاغلي عزیزي په خپلو خبرو کې د عوایدو د راټولولو په شفاف میکانیزم، د پروسو ډیجیټل کول او د مرکزونو ترمنځ همغږي د وزارت له لومړیتوبونو بللي دي.
دغه راز، وزیر ټولو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د اړينو اصلاحاتو په موخه خپلې ستونزې، وړاندیزونه او عملي طرحې په لیکلي توګه وزارت ته وسپاري.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د زمري میاشتې په پرتله، د صادراتو کچه په هېواد کې ۴۳ سلنه زیاته شوې چې په وينا يې، دا د افغانستان د صادراتو د ظرفیت د پراختیا څرګندونه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمنه کړې، چې د سالم مدیریت، هدفمند سیاستونو او ملي ظرفیتونو د اغېزمنې کارونې له لارې به د صادراتو پروسه لا پیاوړې کړي.