ډېر لوستل شوي

مکسیکو کې د اورګاډي او بس خونړی ټکر؛ ۱۰ تنه پکې مړه او ۶۱ نور ټپيان شوي

په مرکزي مکسیکو کې د اورګاډي او دوه پوړیز مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اورګاډي د چلولو «سي پي کې سي اېم» شرکت په حواله ويلي، چې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د رېل‌پټلۍ د تګ راتګ اصولو ته نه پاملرنه د ورته پېښو اصلي لامل کېږي.

ويل کېږي، چې ټپیان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. سیمه‌ییز چارواکي وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي؛ خو ټینګار کوي چې د رېل‌پټلۍ پر مهال د نښو او تم ځایونو نه مراعاتول د ګڼو انساني مرګ‌ژوبلو سبب ګرځي.

اړوند خبرونه