ډېر لوستل شوي

د کابل په پل خشتي سيمه کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وايي، اوس مهال په کابل کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۲۰۰ پروژو چارې دوام لري.

د اميد راډيو خبريال وايي، چې نوموړي دا څرګندونې د کابل په پل خشتي سیمه کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې کړې او زیاته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د کابل ښاروالۍ هڅې د ستاینې وړ بللې او ټینګار يې کړی، چې ټول پانګوال او صنعت‌کاران باید د هېواد په رغونه کې پوره ونډه واخلي.

الکوزي دغه راز له اسلامي امارت غوښتي، چې د بېلابېلو کارخونو په ډېروالي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ښاروالي د معلوماتو له مخې، ياد سوداګريز مارکېټ د ۷۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی، چې ۳۴۰ هټۍ لري. ويل کېږي، له یاد سوداګریز مارکېټ څخه به د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره ۶۵ سلنه عواید د افغان شاهین ودانیز شرکت او ۳۵ سلنه عواید به د کابل ښاروالۍ ته ورسېږي.

اړوند خبرونه