ډېر لوستل شوي

فلسطینیان: د غزې پرېښودو ته «نه» وایو، جبري بې‌ځایه کېدل او نسل‌ وژنه غندو

د غزې په ښار کې په سلګونه فلسطینیانو د اسرائیلو د پوځ د هغو غوښتنو پر ضد لاریونونه کړي چې له دې ښاره دې ووځي.

د راپورونو له مخې، دغو لاریون‌کوونکو د غزې د اوسېدونکو «جبري بېځایه کېدل» او د صهيونيست رژيم له لوري په دې سيمه کې يې «نسل‌ وژنه» په کلکو ټکو غندلې ده.

دا لاریون په داسې مهال شوی چې اسرائیلي پوځيانو په دې وروستیو ورځو کې د غزې ښار ګڼې لوړپوړۍ ودانۍ په نښه کړې او د دې رژيم یوه ویاند په عربي ژبه خبرداری ورکړی چې په ښار کې پاتې کېدل «خورا خطرناک» دي.

تر دې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزير د هوايي ځواک په مرکزي دفتر کې د ثبت شوې ویدیو له لارې د غزې ښار اوسېدونکو ته د وتلو ګواښ کړی و. نوموړي ویلي وو:

“موږ په دوو ورځو کې حماس پورې اړوند ۵۰ ودانۍ ویجاړې کړې دي. دا په غزه کې د لویې کچې ځمکنیو عملیاتو پیل دی. اوسېدونکو ته وایم: خبرداری درکړل شوی، له همدې ګړۍ دا سيمه پرېږدئ. “

ویل کېږي چې د غزې په ښار کې شاوخوا يو ميليون وګړو ژوند کوي، چې ډېری یې له دې وړاندې د «خان یونس، رفح او مواصي» سيمو ته بې‌ځایه شوي وو.

اوس چې اسرائیلو د ښار د پرېښودو لپاره خبرداری ورکړی، ډېری فلسطینیان د جنوبي سیمو پر لور له بیا تګ ډډه کوي.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه