ډېر لوستل شوي

د قطر او پاکستان د ډيپلوماتيکو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار شوی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد سره لیدنه او خبرې کړي دي.

د قطر د امیر دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د سیمه‌ییزو او نړېوالو شخړو د حل لپاره د ډیپلوماتیکو او سوله‌ییزو لارو پر اهمیت او د سیمې پر امنیت او ثبات ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د شیخ تمیم له قوله راغلي، چې د قطر د خلکو او د خپل ځان په استازیتوب یې د پاکستان له حکومت او ولس څخه د دوی د ارزښتمنې همکارۍ او ملاتړ مننه کړې ده.

د ياکستان لومړي وزير شهباز شریف تېره اوونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی و.

دغه لیدنه په داسې مهال ترسره شوې، چې تازه د قطر پلازمېنه دوحه د اسرائيلي ځواکونو د هوايي برید موخه ګرځېدلې ده.

اړوند خبرونه