ډېر لوستل شوي

د اې‌ای پر لور رهې نړۍ؛ البانیا کې یو روباټ وزیر ټاکل شوی

البانیا په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې روباټ یې فرضي وزیر ټاکلی دی.

دا وزیر روباټ ډاییلا نومیږي او دنده یې د تدارکاتو د هوکړه‌لیکونو اداره او ارزونه ده. د البانیا چارواکي وایي چې ډاییلا به په تدارکاتي مسایلو کې روڼوالی راولي او بې پرې چلند به کوي.

د اې‌ای کارپوهان په مالي مسایلو کې د دغسې روباټونو رول اغېزمن ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې په وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا وزارت رامنځته کړی او د متحده عربي اماراتو د ښوونځي په نصاب کې له لومړي تر دولسم ټولګي د اې‌ای مضمون زیات شوی دی. په ګاونډي پاکستان کې هم په لومړي ځل یو روباټ د ښوونکي په توګه او په چین کې یوه روباټ د خبرونو د ویاندویۍ دندې پیل کړې وې.

اړوند خبرونه