ډېر لوستل شوي

د هېواد په صادراتو کې د پخوا په پرتله ۴۰.۹ ميليونه ډالر زياتوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال د زمري میاشتې د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۹ ميليونه ډالرو ته رسېدلی، چې د چنګاښ مياشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليونه ډالر زياتوالي ښيې.

د يادې ادارې د راپو له مخې، د وارداتو ارزښت د زمري مياشتې لپاره يو ميليارد او ۱۹۵.۶ ميليونه ډالر ثبت شوی، چې د چنګاښ مياشتې په پرتله شاوخوا ۴.۵ ميليون ډالر زياتوالی پکې راغلی دی.

مسوولين په وينا، د وارداتو په برخه کې تر ټولو ډېر توکي له ايران، چين او پاکستان وارد شوي او د صادراتو په برخه کې تر ټولو زيات توکي پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې راپور زياتوي، په صادراتو کې بیاځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غیر محصولي توکي شمېرل شوي دي.

اړوند خبرونه