ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژي وزیر د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د چارو پر چټکتيا ټينګار کړی

د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبداللطيف منصور د عزيزي ګروپ شرکت له مسوولينو سره د دې شرکت له لوري د انرژي په پروژو کې د پانګونې چارو د پرمختګ د څېړنې په موخه د همغږي ناسته کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د وزارت او عزیزي ګروپ تخنیکي ټیمونو د انرژي پروژو د پېژندنې، ټاکلو او راتلونکو پړاوونو د پرمخ وړلو په تړاو بشپړ راپور وړاندې کړی دی.

ښاغلي منصور د چارو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې وزارت به د پروژو د پلي کولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چې د دواړو لوريو تخنیکي ټیمونو د دې پانګونې لومړنۍ چارې په ګډه پیل کړې دي، چې تر اوسه پکې د پام وړ پرمختګ شوی دی. دا په داسې مهال ده، چې ياد شرکت له وزارت سره رسمي هوکړه لاسليک کړې او پلان لري ترڅو هېواد کې د انرژي د پراختیايي پروژو په چوکاټ کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید په وړتیا پانګونه وکړي.

اړوند خبرونه