ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د طوطي میدان پروژې له بشپړېدو سره به د ګازو صادرات بهر ته پيل شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو د سپړنې چارې رسماً پرانېستې.

د اميد راډيو خبريال په پرانیستغونډه کې د ښاغلي برادر په حواله ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د افغانستان د طبیعي ګازو صادرات بهر ته پیل شي، چې دا به د هېواد د سوداګرۍ په وضعیت او اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.

ملا برادر له پېرېدونکو او پانګوالو غوښتي، چې د تېر په څېر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي. ښاغلي برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، چې د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د اميدونو پوره کولو ته کار وکړي.

اړوند خبرونه