ډېر لوستل شوي

قطر: نړیواله ټولنه دې «دوه ګونی چلند» پای ته ورسوي او اسرائیلو ته دې د جرمونو سزا ورکړي

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ سرمشريزې د چمتووالي په غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې «دوه ګونی چلند» پای ته ورسوي او اسرائیلو ته دې د ترسره شويو جرمونو سزا ورکړي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه سرمشریزه د دوشنبې په ورځ د دوحې په کوربتوب ترسره شي.
ویل شوي، په غونډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ګڼو نورو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي؛ خو د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د ګډون په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید انصاري ویلي، چې په دې سرمشریزه کې به د عرب او اسلامي هېوادونو مشران «پر قطر د اسرائیلو د برید» په اړه د پرېکړه‌لیک پر مسوده بحث او غور وکړي.
دا په داسې مهال، چې تېره اووني اسرائيلي رژيم په قطر کې د حماس پر دفتر بريد وکړ او په پايله کې يې د ګڼو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند خبرونه