د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترمنځ روانې نښتې پوځي حل نه لري او اسلامآباد باید سیاسي حل لاره خپله کړي.
خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې اوس وخت رسېدلی، څو پاکستان د «ټيټيپي» پر وړاندې سیاسي لاره خپله کړي او کابل هم په دې برخه کې له اسلامآباد سره مرسته وکړي.
د هغه په وینا، که پاکستان فکر کوي چې له «تحریک طالبان پاکستان» سره د شخړې حل پوځي لار ده، «سخته اشتباه» کوي.
دا په داسې مهال ده، چې تردې وړاندې هم زلمي خلیلزاد څو ځله د پاکستان پر سياست او کورنیو موضوعاتو نیوکې کړي او دغه راز پاکستان ته یې سپارښتنې کړې، ددې پرځای چې په نورو نيوکه وکړي خپل مسایل دې په خپله حل کړي.

