د ریاستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د يو ځانګړي اقدام په ترڅ کې، هغه پانګوال چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو چارې پيل کړي، د پنځو کلونو لپاره له مالیې ورکولو معاف کړي دي.
اقتصادي معاونيت وايي، دغه پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ځمکو کې د سړو خونو او کارخونو د جوړولو طرحه هم تائيد شوې ده.
یاد اقدام په داسې حال کې شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې وړاندې د روان کال لپاره د لسګونو دولتي او خصوصي سړو خونو د جوړولو او فعالولو خبر ورکړی و.

