د تاریخ پاڼې راښيي چې افغانان یوازې د جګړو او د ښکېلاکګرو پر وړاندې سرښندونکي نه دي؛ بلکې افغانان د تورې تر څنګ د خبرې، جرګې او مچلګې اوږده او ولسي ریښه هم لري. کله چې د تورې اړتیا پېښه شوې؛ نو د افغان ویاړلي ملت زوړ او ووړ د خپلې خاورې او ناموس څخه د دفاع په موخه سر په تلي کې ایښی او د جګړې تودو ډګرونو ته وتلي؛ خو کله چې د سولې او خبرو موقع راغلې، نو افغان ملت تر هر چا لومړی د سولې او روغې ـ جوړې خبرو ته لبیک ویلی دی. افغانان د تورې او جرګې زوړ تاریخ لري او تر هر چا ډېر سولهپال خلک هم دي. ورته مهال د افغانستان په ټول تاریخ کې افغانانو د پردي دوښمن پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او تر هغې یې تورې وهلي؛ تر څو یې خپل هېواد نه وي ازاد کړی.
هغه وخت چې د امریکا په مشرۍ د اروپا ټولو مسلحو ځواکونو پر افغانستان تېری کړی و؛ نو افغانانو ازادي اخیستنه پر ځان پور باله، همغه وو چې له سختې متارکې او د سرومال په لوی زیان افغانستان له پردیو ښکېلاکګرو ازاد شو؛ خو کله چې سوله راغله، د جګړې ډګر سوړ شو؛ نو بیا هم افغانانو خپل زوړ دود را ژوندی کړ او د وینې تویولو په مخنیوي کې لومړي شول. د اسلامي امارت زعیم ټولو مخالفینو ته عمومي بخښنه اعلان کړه او په څرګندو ټکو یې وویل چې هېچا ته د تېرو جرمونو پر اساس سزا نه ورکول کیږي. همداشان اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم غږ وکړ چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې او پر دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړي. د همدې ژمنې په مټ افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې له دولتونو سره د تعامل او رغنده همغږۍ چینلونه پرانیستل او د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ یې په ګڼو هېوادونو کې فعالې کړې. که څه هم یو شمېر هېوادونو لومړیو کې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو او سیاسي فشارونو هڅه وکړه او حتی د ځینو بندیزونو بدې اغېزې تراوسه محسوسیږي؛ خو په ټوله کې د نړۍ ګڼو هېوادونو د افغانستان له نوي نظام سره خپلې اړیکې بیا ځلې وغځولې. نوي حکومت نه یوازې په کوردننه امنیت ټینګ کړ؛ بلکې د سیمې د امنیت په ټینګښت کې هم لومړي شول او اوسمهال د سیمې د امنیت په ساتنه کې د افغان حکومت ونډه او رول خورا څرګند دی. افغان حکومت له لومړۍ ورځې ویلي و چې هېچا ته ګواښ نه دي او نه به چا ته اجازه ورکړي چې له افغان خاورې نور هېوادونه زیانمن کړي. په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایی پلاوی کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د افغانستان، سیمې او نړۍ په تړاو اندونه تبادله کړل. دغه استازي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل. بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په دې لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.
دې ناستو کې افغان لوري خپل پخوانی دریځ څرګند کړ او امریکایي پلاوي هم ومنله چې افغان لوری د دوحې تړون مادو ته ژمن پاتې شوی. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد په بېلابېلو برخو کې د رامنځته شویو اقتصادي پرمختګونو یادونه وکړه. ښاغلي برادر همداشان د اداري فساد، اقتصادي ودې او نشه یي توکو د کر له منځه وړلو ته اشاره کړې؛ خو نوموړي په ځینو برخو کې نهوده د امریکا او نړیوالې ټولنې له خوا اقتصادي بندیزونه یاد کړي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال امریکایي پلاوي ته په څرګندو ټکو ویلي چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او مختلفو سکټورونو کې دې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي او ددغه پلاوي مشر اډم بولر وویل چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هیڅ لوري سرغړونه نه ده کړې. نوموړي په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه ستایلي او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار کړی او دا یې ومنله چې واشنګټن افغانستان کې پانګونې ته چمتو دی
د امریکایي پلاوي بیا راتګ د څه ښکارندویي کوي؟
وړاندې مو هم وویل چې افغان حکومت د خپلې اقتصادمحورې پالیسي او معتدل سیاست په برکت نه یوازې هېوادونه قانع نه کړل؛ بلکې په عملي ډګر کې یې هم همکارۍ ته لېواله کړل. د افغان حکومت فعالې ډیپلوماسۍ د نړۍ لسګونه هېوادونه دې ته وهڅول چې افغانستان کې خپل سفارتونه او کونسلګرۍ پرانیزي او برعکس یادو هېوادونو افغان سفارتونو او ډيپلوماټانو منلو ته غاړه کېښوده.
د افغان حکومت د ډيپلوماسۍ په برکت هغه هېوادونه هم خبرو ته راوړاندې شول چې نه یوزاې ډيپلوماټیکو اړیکو رغولو ته لېواله نه وو؛ بلکې افغان ولس یې له مرګونو اقتصادي بندیزونو لاندې هم نیولی وو.
واشنګټن پتېیلې ده چې افغانستان اوس خپلواک هېواد دی او باید د یوه ازاد هېواد په توګه تعامل ورسره وشي؛ نو په همدې اساس دا څویم ځل دی چې د خپلو اتباعو خلاصون، ګډو همکاریو پراختیا او اقتصادي ودې د پروګرامونو د تطبیق په موخه سفرونه کوي.
امریکایي پلاوی په داسې وخت کې افغانستان ته راځي چې سیمه یو ځل بیا د اور خوراک ده. د روسیې او اوکراین د جګړې اور اروپایي هېوادونو ته هم رسېدلی او دا اور لا ژبغړاندېږي. همدارنګه اسراییل لا هم له خپل وحشته نه دي په کرار شوي او غواړي د اور دا لمن تر عربي هېوادونو پورې ورسوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د روسیې/ امریکا د تلې په درنېدو همغې خوا ته ځانونه اچوي. همدارنګه د روسیې، چین او هندوستان د نویو همکاریو پرانیستی څپرکی بل هغه لوی علت دی چې امریکا یې اندېښمنه کړې ده.
د واشنګټن ـ کابل اړیکې د پخوا په پرتله اوس نورمالې ښکاري او د لا ډېر انعطاف څرکونه هم پکې لیدل کیږي. خو یو څه باید څرګند وویل شي چې افغان حکومت له هېڅ لوري سره د دوښمنۍ اعلان نه دی کړی او تل یې ویلي چې د یوه هېواد د خپه کېدو او یا خوشالۍ لپاره له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې نه شي ترینګلولی. همداشان افغان حکومت تل پر مراعت او دوه اړخیز درناوي د ولاړو اړیکو ټينګار کړی او دا یې په ځغرده ویلي چې د هېوادونو ترمنځ په ډيپلوماټيکو اړیکو کې د شریعت له ډېر واړه حکمه هم نه شي پر شا کېدلی.
له دې ښکاري چې اوس امریکا دې ته واداره شوې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې عادي کړي. حدس کیږي چې امریکا په تېرو څو کلونو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې او ډيپلوماټیک تعامل ځیرکانه څاره. واشنګټن له نورو هېوادونو سره د کابل نږدېوالي او غوڅ دریځ اړ کړ چې د غوسې او بندیزونو پر ځای تعامل ته راوړاندې شي. واشنګټن هغه وخت لا هېښ شو چې مسکو د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژانده. که څه هم واشنګټن ددغه دریځ پر وړاندې ډېر سخت غبرګون ښکاره نه کړ؛ خو د افغانستان په اړه وخت ناوخت د امریکايي چارواکو منفي څرګندونې ددې ښکارندویي ښووله چې واشنګټن پر دې کار خپه دی. کابل ته د واشنګټن د راوړاندې کېدو یو بل دلیل هغه وېره کېدلی شي چې د افغان حکومت له فعال سیاست او ډيپلوماسۍ یې لري. واشنګټن اندېښنه لري چې که افغانستان چورلټ هېر شي، ښایي دا هېواد د نړۍ له نورو زبرځواکونو سره هم اړیکې عادي او حتی تر نږدې ډيپلوماټیکو دستګاوو یې وروسوي. درېیم دلیل دا کېدلی شي چې د امریکا اوسنی حکومت په کوردننه او دباندې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري؛ نو اوسنی حکومت غواړي د لاستهراوړنو تش دا مسیر په دعوو او لانجو کې پټ کړي. همدا دلیل دی چې کله ناکله ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د پاتې وسلو د ستنولو او یا هم د امریکایي اتباعو د تبادلې وړاندیزونه کوي.
یو تر ټولو بارز او لوی سبب چې واشنګټن له کابل سره اړیکو ته لېواله کوي، هغه د اسلامي امارت غوڅ او واحد دریځ دی. افغان حکومت په ښکاره ویلي چې د چا زور او فرمایش ته غاړه نه ږدي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغان حکومت کورني مسایل وننګوي، همدا به بل لوی لامل وي چې د امریکا اوسنۍ رهبري یې لوړ تعامل ته اړه کړې ده.
پایله:
افغان حکومت د متوازن سیاست او واحد دریځ په خپلولو او د بریالۍ ډیپلوماسۍ له برکته، مخ پر ودې روان دی. همدغه ناپېیلی او په دوه اړخیز درناوي ولاړ سیاست دی چې لسګونه هېوادونه یې افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته رابللي دي. آن هغه هېوادونه هم سیاسي تعامل ته اړ شوي چې یو وخت یې افغانان پر مرمۍ او زندان محکوم کړي وو او ددې دوو وسیلو پرته یې د بل شي د غوراوي حق نه ورکاوه. دا د افغان حکومت د ډیپلوماسۍ د بریا او د سیاست د رښتینولۍ څرګندونه کوي.
افغان حکومت په ځلونو له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنه کړې. داسې ښکاري چې افغان حکومت د افغانانو هغه زوړ دود بیا راژوندی کړ، چې د جګړې پر وخت د تورې او د سولې پر وخت د مېز او ټغر غوراوی کوي. افغانان د تعامل او خبرو اوږد تاریخ لري او د سولې په لار کې یې له هر چا لومړی د زغم توغ پورته کړی؛ خو کله هم چې دوښمن د افغانانو د سولې غږ په ډز بدرګه کړی او د افغانانو د جرګې مرکې سپکه یې کړې؛ بیا افغانانو د خپلو اسلافو پر پل پل ایښی او دوښمن ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي.
په لنډ ډول یې وایو چې همدغه معتدل او متوازن سیاست مو د سیمې د یوه پیاوړي او باعزته هېواد په توګه راپورته کولی شي او ورو ـ وروو به اقتصادي او ټولنیزې هوساینې ته ورسېږو.
#امیدراډیو

