ډېر لوستل شوي

د روسیې او بلاروس پوځي مانور؛ د امریکا د نظامي افسرانو شتون شکونه را پیدا کړي

نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې امريکايي پوځ افسران د روسيې او بلاروس ګډ پوځي مانورونه د بلاروس له نږدې خاورې څاري.

رويټرز د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې امريکايي افسران د پوځي تجهيزاتو ترڅنګ د مانور د برخې په توګه په بلاروس کې لیدل شوي دي. دا د رسنيو او سياسي څېرو له پراخ غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې له اوکراين سره د جګړې د پيل راپدې خوا د امريکا پوځ افسران د روسيې په نږدې متحد هېواد (بلاروس) کې په يوه حساس پوځي تمرين کې ښکاره کېږي.

د بلاروس حکومت تر اوسه د امريکايي پوځ د افسرانو د شتون په اړه څه نه دي ويلي؛ خو په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مينسک په پلازمېنه کې د خپلې سفارت‌خونې د بېرته پرانېستلو او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د پيل کولو «تمایل» څرګند کړی و. د روسيې او بلاروس ګډ پوځي مانور چې د بوریسوف ښار ته نږدې روان دی، د جګړه‌ييزو جټ الوتکو، بريدګرو بې‌پيلوټه الوتکو او د چورلکو الوتنې پکې شاملې دي. سربېره پر دې، د پلي ځواکونو له لوري د بېلابېلو وسلو او تجهيزاتو د کارونې تمرين هم پکې ترسره کېږي.

اړوند خبرونه