ډېر لوستل شوي

کابل کې د اورانوس تالار د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په مارکېټ بدل شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د کابل ښار د هوایي ډګر پر سړک د «اورانوس د ودونو تالار» او اړوند پارکینګ تړونونه لغوه او پر ځای يې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ځانګړی مارکېټ جوړېږي.

ياد معاونيت ويلي، چې دغه پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تائيد شوې ده.

دغه راز په دې ناسته کې د «خلیج او ممتاز محل» ودونو تالارونو په تړاو هم پرېکړه شوې، چې د شوي تړون د مودې تر ختمېدو وروسته به د کابل ښاروالۍ د اصولو له مخې مدیریت شي. د خبر پاڼې له مخې، د «نظیف مارکېټ، د علاءالدین درې لارې د تېلو ټانک او ظاهري شاهي مارکېټ» ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او کرایه یې له نویو مستجرینو اخیستل کېږي.

اړوند خبرونه