د امریکا پوځ خبر ورکړی، چې د ځانګړو عملیاتو څلور سرتېري یې د یوې «بلک هاک» چورلکې د راغورځېدو له امله وژل شوي دي.
دغه پېښه د سیمهییز وخت د چهارشنبې په ماښام شاوخوا نهه بجې د واشنګټن ایالت په یوه کلیواله سیمه کې د «لیوسمک کورډ» ګډې پوځي اډې ته نږدې رامنځته شوې ده. یاده اډه د واشنګټن د تاکوما ښار په سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري.
د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال جوناتن براګا ویلي، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.
یاده دې وي، د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جیټ الوتکه د واشنګټن ایالت د ماونټ رینیر سیمې ته نږدې رانسکوره شوه چې دوه نظاميانو په کې ووژل شول.

